زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/04/29 - 04:45:4
زيارة: 372
مشاركة مع الـأصدقاء

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو
 په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو

انصار: (د غویی 10مه)، په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیلې شو، خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.

له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې له دې فرصته ګټه واخلي او خپل ماشومان نه یوازې د پولیو پرضد واکسین کړي بلکې ویټامین اې هم ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي له پنځو کلونو کم عمره لس اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، له نېکمرغه په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. خو په تېر ۲۰۲۳ کال کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبتې شوې وي چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.

چارواکي وايي د پولیو پرضد روان ملي کمپاین په غور، بامیان او دایکنډي کې د وروښتونو او سیلابونو له امله له نورو ولایتونو سره هممهاله نه ترسره کېږي بلکې څو ورځې وروسته به پيل شي.

ګوزن یا پولیو يوه وېروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې یې مخینوی کېدای شي‎.

د عامې روغتیا وزارت روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو کال یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې به په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ پرضد د واکسین کولو څلور کمپاینونه ترسره شي چې اوسی هغه یې لومړنی دی.

افغانستان او پاکستان اوسمهال په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې لا هم شته.

پاکستان کې روان کال تر دې دمه د ګوزڼ دوې مثبت پېښې ثبت شوې دي، خو تېر کال دغه شمېر شپږ تنه و.

دوې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ او پرانیستل شو.

د یادونې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او چارواکو په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پولیو په له منځه وړولو کې به پوره همکاري ورسره کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31329






*
*

*



قرأ

ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه


جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ


د ملګروملتونو يو استازي د روغتيايي مرکزونو د جوړېدو وعده کړي


افغانستان کې د زړه د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی


افغانستان او پاکستان هم مهاله د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي


افغانستان کې په بېړنۍ توګه ۱۸ زره قابلو ته اړتیا ده


سبا به د هېواد په ځينو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شي


د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو د واکسین د کمپاین نوی پړاو پیلېږي


ښځې او ماشومان په افغانستان کې د روغتیايي بحران تر ټولو سختې پایلې لري


نن به په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي


په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار


د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو


یو ان دی پی: افغان روغتونونو کې مو ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې


په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي


په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو


روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي


د ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې ۶ زرو ډاکټرانو ازموېنه


په سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې دوام


د کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت


د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل


د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته


د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي


د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې دي


پاکستان وایي پولیو هم له افغانستانه دوی ته راغلې


یونیسف د افغان ماشومانو د ملاتړ ژمنه کړی